ماسک کوچک کننده بینی ماسک کوچک کننده بینی
ماسک چندکاره مخصوص بینی
پاک کننده، کوچک کننده و فرم دهنده
مشاهده شبکه های دنیا
بدون نیاز به هزینه‌های اضافی فقط با این نرم‌افزار  تمام شبکه ها را ببینید
X
تبلیغات در بلاگ اسکای

اپورتونیست  چاپ

تاریخ : یکشنبه 17 اردیبهشت ماه سال 1391 در ساعت 08:56 AM


ژاک دوترون (فرانسوی ترانه)

 

زه د کمونیزم پلوی یم

زه د سوسیالیزم پلوی یم

او همدا ډول د پانګوالۍ

ځکه چې اپورتونیست یم.

شته داسې کسان چې په اپوزیشن کې دی

ځینې غوښتنې لری، معترض دی

زه یوازې یو کار کوم

کرتې مې چپه راسته کوم

تل یې د خوښې خوا اغوندم!

له بدو استفاده چیانو نه ویریږم

له عوامفریبانو هم نه ویریږم

په رایې ورکونکو مې باور کوم

او هغوې د خپلو جیبونو ډکولو لپاره کاروم

شته داسې کسان چې په اپوزیشن کې دی

ځینې غوښتنې لری، معترض دی

زه یوازې یو کار کوم

کرتې مې چپه راسته کوم

تل ېې د خوښې خوا اغوندم!

زه د ټولو ګوندونو غړی یم

د ټولو هیوادونو تبعه یم

زه له مومنونو څخه یم

زه د ملحدینو سرکرده یم

شته داسې کسان چې په اپوزیشن کې دی

ځینې غوښتنې لری، معترض دی

زه یوازې یو کار کوم

کرتې مې چپه راسته کوم

تل یې د خوښې خوا اغوندم!

زه چیغه وهم: ژوندی دې وی انقلاب

چیغه وهم: ژوندی دې وی قانون

چیغه وهم: ژوندی دې وی لاریون

چیغه وهم: ژوندی دې وی له دښمن سره مرسته

زه هیڅکله نه مخالفت کوم

نه غوښتنه او نه هم اعتراض.
ما ته  یوازې یو کار یاد دی

کرتې مې چپه راسته کوم

کرتې مې چپه راسته کوم

او تل یې د خوښې خوا اغوندم!

دومره مې کرتې چپه راسته کړی

چې له هرې خوا شلیدلې ده

په انقلاب کې

پرتوګ مې چپه راسته کوم!



ټکټ  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 4:21 PM

سمیح القاسم

 

 

هغه ورځ چې ما وژنئ

د کمیس په ګلورین جیب کې به مې

د زرغونتیا

د سولې د کور

د غنمو د کروندو

او د خلکو د وجدان په لورې

                            ټکټ پیدا کړئ

هى، اى ځوانهِ

ټکټ څیرې نکړى.

شک  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 4:01 PM

اریش فرید 


شک مه کوه

په هغه چا چې وایی:

                         ډاریږم.

وډاریږه

له هغه چا چې وایی

                         شک نلرم.

زړه مې تنګ دى  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 10:25 AM

پابلو نرودا

شاید اعتراض مې کړى وى

ومې ویل اعتراض

شاید ومې ویل: زه ډاریږم.

*

زه ځم، مونږ ځو.

زه په دې ځاې پورې اړه نلرم.

*

زه د محکمې د محکومت لپاره نه یم زیږیدلى

زه له حضارو بخښنه غواړم

زه به بیا د خپلو جامو غاړې او څنډې ولټوم.

*

پریږدئ چې بیا د ښادیو لورې ته ستون شم

د وحشی سیوری لورې ته، د آسونو لورې ته

د هغه ژمنی بوی لرونکی تور ځنګل لورې ته.

*

زه فریاد کوم، مونږ فریاد کوو

سره له دې

هغوې ورونه زمونږ پر مخ خلاص نکړل.

*

او زه پاتې شوم، مونږ پاتې شوو

نا هوډه....

بې له دې چې ژوندی ووسو، بې له دې چې مړه ووسو

محکوم په نابودۍ له قدرت او خوساینې

بې درنښته، شړل شوی له پاکې او ویاړنې.

سهار او شپې ویل کیږی  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 10:13 AM

برتولت برشت

هغه چې راته ګران دى

را ته یې ویلی دی

چې درته اړتیا لرم.

د همدې لپاره هم

زه  په خپل ځان پام کوم

او سترګې مې خلاصې دی

په هغه لار چې روان یم.

او اندیښنه لرم

د باران له هر څاڅکی

داسې نه چې

په یوې ضربې مې نابود کړی.

ما ته ولیکه  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 10:05 AM

برتولت برشت

ما ته ولیکه

چې څه احساس لرئ

                              تود احساس؟

ما ته ولیکه

چې څنګه غزیدلى یې

                             نرم ځاى؟

ما ته ولیکه

چې څیره دې ځنګه ده

                               کوم تغییر یې نه دې کړى؟

ما ته ولیکه

چې څه کم لرى

                                زما د لاس کړۍ؟

بمونه  چاپ

تاریخ : دوشنبه 29 اسفند ماه سال 1390 در ساعت 09:06 AM

هارولد پینټر

نور د ویلو لپاره کوم کلام پاتې نه دى

ټول هغه څه چې مونږ ته راپاتې دی، بمونه دی

چې زمونږ له سرونو پټاو کیږی

ټول هغه څه چې پاتې دی، بمونه دی

چې زمونږ د وینو ورستى څاڅکى زبیښی

ټول هغه څه چې مونږ ته راپاتې دی، بمونه دی

چې د مړو ککرې صیقلوی.

تیکن جا فاکلی، هغه آواز چې خپلواکی فریادوی  چاپ

تاریخ : پنجشنبه 10 آذر ماه سال 1390 در ساعت 1:38 PM

فرهاد ویاړ 

چیرې مې د شوروی اتحاد د نومیالی موسیقی پوه دیمتری شوستاکوویچ څخه لوستی وو چې: «بی ایدئولوژی موسیقی وجود نلری، آن پخوانی آهنګ جوړونکو په پوهیدنې یا نا پوهیدنې سره په خپلو آثارو کې سیاسی اندونه څرګندول. موسیقی کولای شی او باید د انسان او د هغه د پرمختګ په چوپړ کې وی. باید هغه ته ځواک ورکړی څو خپل روحی غنا وپالی. ما ته موسیقی، فلسفی اند او منځپانګه لری. زما په فکر هر آهنګ جوړونکو باید د خپل اثر د تصنیف مخکې د خپلې موسیقۍ فلسفی او آرمانی بنسټونو ته فکر وکړی.»

او تیکن جا فاکلی، یو له هغو سندرغاړو او د رګی موسقی آهنګ جوړونکی دی چې د «شوستاکوویچ» په شان، موسیقی د فکر، اند، باور، هیلې، آرزو او د ولس او انسان لپاره کاروی او د همدې لپاره وایی چې  هغه د افریقایی ماشومان غږ دی:«دا ماشومان ما خپل غږ ګڼی، ځکه په خپله کوم غږ نلری.» او «زه د هغوې غوښتنې نړۍ ته څرګندوم، د ټولو هغو خطرونو سره چې ورسره مخامخ یم او د همدې لپاره اړ شوم  چې خپل هیواد، د عاج ساحل پریږدم او له هغه ځایه وتښتم.»

جا فاکلی وایی چې «مونږ د پیړیو برده توب او مستعمره توب وروسته پنځوس کاله کیږی چې خپلواکی لرو. خو مونږ یوازې د خپلواکۍ فوټوکاپی تر لاسه کړی ده. نن مونږ د  خپلې خپلواکۍ د اصلی سند لپاره دعوا کوو. مونږ  سیاسی او همدا ډول اقتصادی خپلواکی غواړو. خپلواکی نه ورکول کیږی، بلکې اخیستل کیږی.»

او د همدې لپاره هغه د موسقیۍ په مرسته د بیوزلو او زیارکښو انسانانو په کوڅو کې ګرځی او زیارکښان منسجم کوی، هغه د بی سوادو وګړو کورونو ته ورځی، ورونه یې ډبوی او د ښوونځیو تګ ته یې هڅوی او نوم یې «افریقایی انقلاب» ږدی او باور لری چې بی له پوهې بریا نه تر لاسه کیږی. هغه په کوڅو کې د خلکو سره کښینی، د هغوې دردونو ته غوږ ږدی، کورنۍ جګړې وحشت بولی او دیکتاتور لورنت ګباګوی د وحشیانه جګړو لپاره د خلکو جلاد ګڼی او همدا لامل دی چې شعرونه، ترانې، ترجیع بندونه، فریادونه یې د ولس په آواز بدلیږی او د وحشیانو کړیکه پورته کوی او د دې لپاره چې د فساد، جګړې، بدمرغی، زبیښاک او غلا په ضد ترانې وایی، ترانې یې سانسوریږی. خو وایی « که هغوې د دې لپاره چې زه رښتیا وایم ما تروروی، څه فرق نکوی، زه چمتو یم. یو څوک بالاخره باید دا شیان ووایی.»

 تیکن جا فاکلی وروسته له هغې د ولسونو تر منځ په یو اتل بدل شو چې تلونکی ولسمشر ګباګوی ته یې جلاد وویل او د هغه د سیال السین کوییتارا غوښتنه، چې ورته ترانه ووایی، په قاطعیت رد کړه، او همدا لامل شو چې د جلا وطنۍ لاره ونیسی او لا په کلک هوډ د خلکو دردونه آواز کړی.

هغه باور لری چې ښکیلاکګر  هیڅکله له زیارکښو ملتونو سره مرسته نشی کولای او یوازې موخه یې د هیوادونو لوټل دی: «له برده دارۍ وروسته د ښکیلاک وار راغی. کله چې هغه هم تیر شو، ښکیلاکګرو د «مرستې» خبره رامخې ته کړه، د هغوې تر نظر لاندی مرسته. لودیځ همدا اوس هم د افریقا ځمکنی زیرمې لوټی.» «زمونږه لویه وچه، افریقا شتمنه ده، خو افریقائیان په فقر کې ژوند کوی. دا وضعه عادی نه ده، که ده؟ دا زما پیام دی.»

هغه وایی چې هیڅوک افریقا نشی بدلوی او دا یوازې خلک دی چې دا کار کولای شی او په دې اړه خپل رسالت داسې څرګندوی:«دا امکان نلری چې هم د ستمځپلو بیانونکی ووسم او هم له هغوې فاصله واخلم، لکه د مایکل جکسن غوندی د مشهورو سندرغاړو په شان. دا کار عملاً ناشونی دی.» او همدا دی چې د خپلې لویې وچې د سوځیدو، ایره کیدو، لمبه کیدو، لوټیدو او ویجاړیدو خبرې کوی او له هیلې او آزادۍ غږیږی.

دوې پر دیکتاتورۍ باندې سترګې پټوی

یوازې د دې لپاره چې مونږ وږی وساتی

دوی زمونږ ثروتونه لوټوی

څو مونږ ژوندی خخ کړی

دوی کانګو وسوځوله

انګولای یې په لمبو کې ایره کړه

ګابون یې په کنډواله بدل کړ

کنشاسا یې وسوځوله.

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

برده، مستعمره، رنځیدلی او لوټیدلی افریقا!

افریقا پوروړی ده؟!

یو غر پیسې

چې ښکیلاکی فرانس آفریک غلا کړی (۱)

هغه ګناهګارو مستبدینو غلا کړی

چې په سویس کې د خپلو بانکونو مخې ته  ودریدلی

له هغو بډو سره چې سیروان ورکړی (۲)

له هغه پورونو سره چې له دُبی یې اخیستی دی (۳)

برده، مستعمره، رنځیدلی او لوټیدلی افریقا!

د مزدورانو په مزد

او د شکنجه ګرو په وسلو

میلیاردونه فرانکه

له بده مرغی هیواد څخه غلا شوی دی

د هوپوه له شلاقونو سره(۴)

او د ساسو له چټلو پیسو سره (۵)

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

آیا افریقا لا هم پوروړی ده؟  ـ نه!

*

۴۰۰ کاله ښکیلاک

کلونه اجباری کار

زرګونه شرکتونو چې دا وچه یې لوټولی ده

د پیسو نړیوال صندوق توطئی

د نړیوال بانک ملنډې

او ملیاردونه یورو چې دوکه بازانو غلا کړی

د بیلانسونو په جعلی شمیرو سره

د ساسو په چټلو پیسو سره.

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

*

یو غر پیسې

چې ښکیلاکی فرانس آفریک غلا کړی

د افریقا ولسمشران هر یو په یوې معاملې کې لاس لری

د هوپوه له شلاقونو سره

له بُنګو ګُنبو سره (۶)

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

په رښتیا، افریقا پوروړی ده؟!

زما د هیواد وضعه خرابه ده

          (ترجیع بند)

               ـ ۱ـ

زما د هیواد وضعه خرابه ده

زما د هیواد وضعه خرابه ده

زما د هیواد وضعه خرابه ده

زما د هیواد وضعه خرابه ده

تل خرابه ده

هو، زما د هیواد وضعه خرابه ده!

پخوا د شمال او سویل خبرې نه وی

خو اوس ټول شیان فاسد شوی دی

پوځ خپور شوی  دی

محصلین خپاره شوی دی

ټولنه خپره شوی ده

او ان میندې مو په بازارونو کې خپرې شوی دی.

        ـ ۲ ـ

پخوا د مسیحی او مسلمان خبرې نه وی

خو اوس یې ټول شیان فاسد کړی  دی

پوځ خپور شوی  دی

محصلین خپاره شوی دی

ټولنه خپره شوی ده

او ان میندې مو په بازارونو کې خپرې شوی دی.

               ـ ۳ ـ

د ساحل عاج د فرقه ای لمسونو وروسته (۷)

چې ئو یې اختراع کړ او اِ او اُ او اَ

مونږ

د بیعدالتۍ لپاره، د قبیله پالنې لپاره، د بیګانه ستیزۍ لپاره

کم درمل لرو.

                  ـ۴ ـ

جاماناگناگامونا

اُبافِکانگنانجاماناگناگامونا

جاماناگناگامینالوهو

اُبافِکانگنانجاماناگناگامونا

ماگومیبافِکاگنانجاماناگناگامونا

اللهماهوکیلیچیلا

جاماناگناگامولالوهو

جاماناگناگامولا

جاماناگناگامولا (۸)

سیاسی جګړه

زه په یاد لرم کله چې ځوان وم

سیاستوالان زمونږ بانډې ته راغلل

هغوې زما له والدینو وغوښتل چې ورته رایه ورکړی

او زما پلار وویل: نه، نه، زه دوې ته رایه نه ورکوم!

هیله، ژمنه، ښه ژوند، زده کړه

ښه واټونه او امنیت ما ته د راتګ لاره نه پیژنی

او غږ یې له ما ډیر لیری دی.

حکومتونه، وزیران او رییسان له زیاتو میرمنو سره

پوهنتونونه او  شخصیتونه

ما ته د راتګ لاره نه پیژنی

او له مونږ نه ډیری لیری پراته دی.

زه په یاد لرم کله چې ځوان وم

پلار مې د خپلې کورنۍ او ملګرو څخه تری تم شو

هغه یې بوتو چې په سیاسی جګړې کې وجنګیږی

او اوس د سیاسی جګړی لپاره قربانی کیږی.

افریقایی انقلاب

مونږ انقلاب غواړو

د ځوانانو انقلاب

د روڼ اندو انقلاب

دا انقلاب د افریقایانو لپاره د تعلیم انقلاب دی

مونږ انقلاب غواړو

د ځوانانو انقلاب

د روڼ اندو انقلاب

دا انقلاب باید د تور پوټکو انقلاب وی.

*

وروره، ښوونځی ته لاړ شه

او زده کړه چې دوې څه کوی

ښوونځی به ستا سترګې خلاصې کړی

د خلکو په وضعیت به پوه شی

وروره،  ښوونځی ته لاړ شه

ته به ژر په ټولو هغو ستونزو پوه شې

چې ستا هیواد یې زغمی

وروره، ستا په ذهن کې

هغه ځواک دی چې نړۍ بدلولى شی

پوهه به له تا سره مرسته وکړی

چې ښه  هیواد جوړ کړى

وروره ستا په لاسونو کې

د افریقا د خلاصون کلی ده

چې دې حکومت ورکه کړی ده

افریقایی انقلاب باید د تورپوټکو د آزادۍ انقلاب وی

تبعیض

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

خدای دا نړۍ د ټولو لپاره پیدا کړه چې په کې ژوند وکړی

او وی ویل: یوه نړۍ او یو خلک

هو، وې ویل: یوه نړۍ او یو خلک

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

*

خدای دا نړۍ د ټولو لپاره پیدا کړه چې په کې ژوند وکړی

او وی ویل: یوه نړۍ او یو خلک

هو، وې ویل: یوه نړۍ او یو خلک

خدای دا نړۍ د ټولو لپاره پیدا کړه چې په کې ژوند وکړی

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

*

تبعیض شرم دى

هو، تبعیض شرم دی

د انسانیت لپاره شرم دى

جا، هو جا وایی

زه نه پوهیږم ولی زما خلک په سویلی افریقا کې ژاړی

جا، هو جا وایی

زه نه پوهیږم ولې زما خلک په امریکا کې ژاړی

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

جا، هو جا وایی

زه نه پوهیږم ولې زما خلک په سویلی افریقا کې ژاړی

جا، هو جا وایی

زه نه پوهیږم ولې زما خلک په امریکا کې ژاړی

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

زه نه پوهیږم ولې، اوهو، زه نه پوهیږم ولې

زه نه پوهیږم ولې، اوهو زه نه پوهیږم ولی

زه نه پوهیږم ولې، اوهو زه نه پوهیږم ولې، ولې، ولې، ولې...

په نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

زه نه پوهیږم ولې، آه، نه پوهیږم ولې

زه نه پوهیږم ولې، ولې، ولې، ولې، ولې، ولې....

په دې نړۍ کې ولې باید تبعیض وی؟

افریقا

افریقا، افریقا

افریقا غواړی چې آزاده وی

مور ـ افریقاـ

افریقا غواړی چې آزاده وی.

زه د هغوې په سیستم پوهیږم

چې زما د خلکو په وړاندې یوه توطئه ده

که جا له مونږ سره وی

هیڅوک هم زمونږ په ضد کیداى نشی

که جا زمونږ د خلکو لپاره وی

زه نه پوهیږم چې څوک به کوښښ وکړی

څوک به کوښښ وکړی چې زمونږ دښمن ووسی

زما افریقا غواړی چې آزاده ووسی

زه د هغوې په سیستم پوهیږم

چې زما د خلکو په وړاندې یوه توطئه ده

که جا له مونږ سره وی

هیڅوک هم زمونږ په ضد کیداى نشی

که جا زمونږ د خلکو لپاره وی

زه نه پوهیږم چې څوک به کوښښ وکړی

څوک به کوښښ وکړی چې زمونږ دښمن ووسی

زما افریقا غواړی چې آزاده ووسی.

*

 افریقا غواړی چې آزاده ووسی

لکه زمری په ځنګل کې

افریقا غواړی چې آزاده ووسی

لکه مرغۍ په آسمان کې

که ته نه پوهیږى، نه پوهیږى

ته  باید پوه شى

چې مور ـ افریقا ـ آزاده نه ده

اوهو، اوهو آزاده نه ده!

 اوهو، اوهو آزاده نه ده!

مور ـ افریقاـ آزادی غواړی
کله چې زه د آزادۍ په اړه غږیږم

زه د اقتصادی آزادۍ په اړه خبرې کوم

کله چې زه د آزادۍ په اړه خبرې کوم

زه د سیاسی آزادۍ په اړه خبرې کوم

که ته تر اوسه نه پوهیږى، تر اوسه نه پوهیږى

اوس باید پوه شى

مور ـ افریقاـ لا آزاده نه ده

اوهو، اوهو آزاده نه ده!

 اوهو، اوهو آزاده نه ده!

مور ـ افریقاـ غواړی چې آزاده شی!

----------

(۱) فرانس آفریک د هغه دولتی مافیائی نظام نوم دی چې د دوګل په وخت کې د ژاک فکار لخوا رامنځته شو (د فرانسې له دولت سره د افریقایی مخورو اتحاد)

(۲) سیروان یو فرانسوی فاسد سوداګر و چې په ځانګړی توګه په افریقا کې په تیره بیا د اِلف ELF فرانسوی شرکت په تړاو فعال و.

(۳) ایدریس دبی، د چاد دیکتاتور

(۴) هوپوه بویګنی – د ساحل عاج پخوانی ولسمشر و.

(۵) ساسون ګوسه – له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲ کلونو پورې د زئیر ولسمشر چې د کنګو اوسنی ولسمشر دی.

(۶) عمر بنګو – د ګابن پخوانی ولسمشر

(۷)Ivoirité ایوُیریته: هغه اصطلاح ده چې دګباګبو په وخت کې د دې لپاره چې د ساحل عاج «پخوانی اصیل» د «عوضی متجددینو» په وړاندې ولمسوی، په ساحل عاج کې یې اختراع کړه.(تفرقه واچوه او حکومت وکړه)

(۸) په هیواد کې ګنګستیا واکمنه ده

هغوې غواړې زمونږ هیواد په مخمصه کې ښکیل کړی

ټول هغه کسان چې غواړی زمونږ هیواد له منځه ویسی

خدایه ته یې جزا ورکړی

ګنګستیا واکمنه ده

او هر څوک یوازې په خپل فکر کې دی

بیوزله  چاپ

تاریخ : جمعه 13 آبان ماه سال 1390 در ساعت 11:38 PM

برتولت برشت

 

آسمان خړ دی

د پیاده رو تر څنګ

یو بیوزله سړی په لاره ځی

هغه دومره عاید نه لری

هغه نشی کولای ځان موړ کړی

هغه کور نلری

هغه نشی کولای نازک دله ووسی

هغه لکه سپی په یخنی کې رپیږی

هغه د چا د غم شریک نه دی

هغه بی انرژی دی

هغه سوری بوټان اغوستی

هغه ناروغه دی

هغه ګنهکار دی

هغه دومره عاید نلری

هغه د پیاده رو تر څنګ په لاره ځی

آسمان خړ دی.

پیغله کۍ  چاپ

تاریخ : چهارشنبه 6 مهر ماه سال 1390 در ساعت 9:40 PM

ناظم حکمت

ورونه وهم

ورونه جدا جدا  وهم

تاسو ما نه وینئ

*

مړی نه لیدل کیږی

*

په هیروشمیا کې

لس کاله، مې له مرګه تیریږی

زه اوه کلنه انجلۍ  یم

*

مړه ماشومان نه لوییږی

*

اول

ویښتو مې اور واخیست

سترګې مې وسځیدلې او وریتې شوی

یو موټی ایره شوم

ایره مې باد ویوړه

*

زه د ځان لپاره له تاسو نه څه نه غواړم

د هغه ماشومې په شان

چې لکه کاغذ  سوې ده

او نشی کولای د نبات اوبه وڅښی

ستاسو د کورونو ور ډبوم:

ترور، اکا

لاسلیک یې کړه

چې نور ماشومان مړه نشی

او وکړای شی د نبات اوبه وڅښی.

 

نه جوړجاړى، نه چوپتیا؛ یوازې د رژیم ړنګیدنه!  چاپ

تاریخ : یکشنبه 3 مهر ماه سال 1390 در ساعت 00:01 AM

د یمنی ځوانانو رپ

هیله کوم – اى خلکو!

څه نظر لرئ؟

لږ صبر وکړى

ان درې ورځې نور ....

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

اى خلکه، پام وکړئ!

دا کارونه بى فایده دی....

حکومت د وژنکی زهرو په شان دى!

هر څوک چې ورته ستونزه جوړه کړی

داسې یې نه پریږدی

پوځیان راولی، بیا اضطراری حالت اعلاموی

تاسو به ووژنی او زندان ته به مو بوځی

او بیا نو له هغوې خلاصیداى نشئ

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

راځئ چې لږ محتاطه ووسو

تاسو ولې دومره د خطرناکو کارونو په لټه کې یاست؟

راځئ چې له هغو سره تودې خبرې وکړو

په سیاسی دریځونو کې ور سره هوکړې ته ورسیږو

ډیر ښه... دا هم یوه وروستى تجربه ده

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

څه نظر لرئ چې انتخابات وکړو....؟

دا به د بل هرې لارې غوره وی،

هر څوک چې واکمن شی مونږ ته به تضمینونه راکړی

بیا حکومت سره ویشو او تبعیض باطل اعلاموو

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

نظر مو څه دى چې یو څه صبر وکړو؟

ښاغلى ولسمشر په خپله ستونزې حلوی...

[د یمن د رئیس غږ] – دا وړاندیز غیر منطقی دى!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

ولسونه د رژیم ړنګیدنه غواړی!

زه آزاده یم، نړۍ مې هم آزاده!  چاپ

تاریخ : چهارشنبه 30 شهریور ماه سال 1390 در ساعت 3:42 PM

امل مثلوثی

فلسطینۍ سندرغاړې او هنرمنده

زه آزاده یم، نړۍ مې هم آزاده!

زه د طغیانګرو آواز یم

زه د ستمځپلو د حق آواز یم

هغوې زموږ حقوق پایمال کړی

او ورونه یې راباندې تړلی

نه پوهیږم هغوې څه فکر کوی؟  

 

مونزه نه ویریږو

زه د هغو طغیانګرو آواز یم چې نه ډاریږی

زمونږ آواز نه غلى کیږی

زه د هغو طغیانګرو آواز یم چې نه ډاریږی

زه آزاده یم، نړۍ مې هم آزاده!

زمونږ د ډوډۍ حقه مه هیروئ

د دې انقلاب د تاریخ سمبول، محمد بو عزیزی مه هیروئ 

 

 

زه د آزادۍ آواز یم

زه د طغیانګرو آواز یم

زموږ آواز نه غلى کیږی

زه د هغو طغیانګرو آواز یم چې نه ډاریږی

زه د تونس د خلکو د سره ګل راز یم

هغه خلک چې کلونه

د سره ګل د اور په احساسولو سره ویرجن دی

زه آزاده یم، نړۍ مې هم آزاده!

مخکښ شهید - لومړى برخه  چاپ

تاریخ : چهارشنبه 23 شهریور ماه سال 1390 در ساعت 11:05 AM

 

 

یو واقعی داستان   

  

 

لیوون – هسو په یوه بیوزله کورنۍ کې نړۍ ته راغی.  د لیو پلار خیاط وو، خو د آزادۍ څخه مخکې یې ژوند په یخنۍ، سختۍ او ولږې سره تیر کړ. 

  

 

د کوچنی ون- هسو د ژوندانه پیل له کړاو او رنځونو سره مل وو. یوه ورځ چې د ونګ د مالټو د بڼ له خوا تیریده، د بڼ مالک په هغه د غلا تور ولګو او ډیر زیات یې ووهو. زموږ دې ګران کوچنی خپلې اوښکې پاکې کړې، خو هغه کرکه چې له ارباب څخه په زړه کې اخیستې وه، هیڅکله یې هیره نکړه.  

 

 

 

د ون – هسو پلار یو صادقه سړی وو او له غریبۍ سره سره حاضر شوی نه وو چې مالک ته تریاک خرڅ کړی. د همدې لپاره بیرحمه ارباب او «د سولې ساتونکی لښکر» هغه زندان ته واچو.  

  

 

د هسو مور، خپل زوی زندان ته بوتلو چې خپل پلار ووینی؛ هغه پلار چې له بدن څخه یوازې پوستکې او هډوکی پاتی وو. په داسې یو ټولنې کې بیچاره ګانو چا ته کولای شول خپل شکایت وکړی.  

 

 

بالاخره غریبی دومره د دې کورنۍ وضعیت خراب کړ، چې د هسو مور مجبوره شوه د کار لپاره د ارباب کور ته لاړه شی. کله چې  به هسو تللو چې خپله مور هلته ووینی، د ارباب ښځې به هغه ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله او خپل داړونکی سپې به یې هغه پسی ورکشی کو. 

 

زما گیتار!  چاپ

تاریخ : شنبه 12 شهریور ماه سال 1390 در ساعت 4:45 PM

ولې؟  چاپ

تاریخ : دوشنبه 31 مرداد ماه سال 1390 در ساعت 10:45 AM

 تریسی چمپین

ولې ماشومان وږی دی

کله چې خواړه د ټولې نړۍ لپاره په کافی اندازه شته؟

ولې زموږ په شان خلک یوازې دی

کله چې زموږ په شان ډیر انسانان شته؟

ولې توغندی د سولې ساتونکی ګڼل کیږی

کله چې د وژنې لپاره په نښه کیږی

ولې میرمنې، ان په خپلو کورونو کې

 لا د امنیت احساس نه کوی

مینه، کرکه ده

جګړه، سوله ده

او نه، هو ده

او موږ هم په اصطلاح آزاد یوو  

خو بالاخره یو څوک باید ځواب ووایی

دا وخت به ژر راورسیږی

د دې ټولو پوښتنو او تناقضاتو تر منځ

داسې کسان شته چې د حقیقت په لټه کې دی

ما ته ووایه ولې ماشومان وږی دی

کله چې خواړه د ټولې نړۍ لپاره په کافی اندازه شته؟

ولې زموږ په شان خلک یوازې دی

کله چې زموږ په شان ډیر انسانان شته؟

ولې توغندی د سولې ساتونکی ګڼل کیږی

کله چې د وژنې لپاره په نښه کیږی

ولې میرمنې، ان په خپلو کورونو کې

 لا د امنیت احساس نه کوی

مینه، کرکه ده

جګړه، سوله ده

او نه، هو ده

او موږ هم په اصطلاح آزاد یوو

خو بالاخره یو څوک باید ځواب ووایی

دا وخت به ژر راورسیږی

کله چې غافلان خپله بینایی بیا ومومی

او چوپ شوی له حقیقته وغږیږی

ما ته ووایه ولې ماشومان وږی دی

کله چې خواړه د ټولې نړۍ لپاره په کافی اندازه شته؟

ولې زموږ په شان خلک یوازې دی

کله چې زموږ په شان ډیر انسانان شته؟

ولې توغندی د سولې ساتونکی ګڼل کیږی

کله چې د وژنې لپاره په نښه کیږی

ولې میرمنې، ان په خپلو کورونو کې

 لا د امنیت احساس نه کوی

مینه، کرکه ده

جګړه، سوله ده

او نه، هو ده

او موږ هم په اصطلاح آزاد یوو.

   1      2      3      4      5      6      7      8      9      10    >>